IQNA

په عربستان کې د ؛رتل ؛ قرآنی اپلیکیشن مخکتنه وشوه

16:16 - June 20, 2023
د خبر لمبر: 3487500
دعربستان په الشرقیه سیمې کې په واقع الخبر ښار کې د ملک فهد جامع جومات  بن صلیب قرآني کمپلیکس د ؛رتل ؛په نامې سره د قرآني اپلیکیشن  د مخکتنې خبر ورکړ.

ایکناخبري آژانس د jehat.net  له قوله راپور راکړ، دغه اپلیکیشن په الشرقیه کې پخپل ډول  لومړني اپلیکیشن دی چې د قرآن زده کونکو لپاره  قرآنی زده کړې آسانوي  او د بن صلیب قرآني کمپلیکس  داداري مسئولانو او  ددغې ټولنې د غړو ارتباطي کړۍ به وي.

د عربستان په الشرقیه سیمې کې د قرآن  دحفظ د ټولنو اجرائي مدیر خلیفه الدخیل  په دې باب ووئيل، دغه  ټولګه له الیکټرانیک  پروګرام څخه  په یو ځاي د ارتباطي او اداري  چارو دپرمخ بیولو لپاره هم   استفاده کوي او دا موضوع د ټولګې، قرآن زده کونکو  او دهغوي د مورپلار ترمینځ  د ادارې د مستقیم تعامل او ارتباط نیونې بهیر آسانوي  او د کار کیفیّت هم ښه کوي. 

 هغه زیاته کړه ، رټل اپلیکیشن په ابری الیکټرانیک سسټم سره یوه سمارټ  یا هوشمنده کړۍ ده چې  ټوله  تعلیمي ټولګې ددې  جوګه کوي ،د استاذانو او زده کونکو  د نامو په ثبتولو سره  قرآني محفلونه مدیریّت کړي .

الدخیل روښانه کړې ده ،له لیرې  یا په قرآني غونډو کې د هغوی د شتون  وخت  له لارې د زده کونکو د غږ آوریدل  او  د معلمانو دقرآني کړیو او غونډو د اړتیا وړ راپورونو  ویستل ، ددغه اپلیکیشن  نوره وړتیاوې دي.

د وئيلو ده ابری کمپویټر یوه هغه تر ټولو ښه ټيکنالوجي ده چې د   هرې ورځې  دکارونو د پرمخ بیولو لپاره  ورڅخه استفاده کیږي،د ایمیل ، د سندونو سمولو، د فیلم دلیدو ، د موسیقۍ دآوریدو، لوبې یا حتی د عکسونو اونورو  فایلونو د زیرمه یا ذخیره کولو پشمول د  آنلاین سروس  خدمتونه وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4149107

captcha