IQNA

13:58 - June 21, 2023
د خبر لمبر: 3487507

په رام الله کې په مقاومتي عملیاتو کې څلور صهیونیسټان په هلاکت ورسېدل

خپلواکه خبري سرچینو ویلي چې د فلسطین رام الله په شمال کې د ډزو له امله څلور تنه ښارګوټي مېشتي صهیونیسټان هلاک شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په رام الله کې په مقاومتي عملیاتو کې څلور صهیونیسټان په هلاکت ورسېدل

 ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،صهیونیسټي سرچینو هم اعلان کړی چې پرون د سه شنبې په ماښام د رام الله په شمال کې د«عیلي» ښارګوټي ته څېرمه د ډزو له امله څلورښارګوټه مېشتې وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

المیادین خبري چینل اعلان کړی چې د دې څو صهیونیسټانو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.

شهاب خبري آژانس اعلان کړی چې دغه عملیات د دوو کسانو له خوا ترسره شوي، چې یو یې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو سره په شهادت رسېدلی،خو دویم کس د پېښې له سیمې په تېښته بریالی شوی. صهیونیسټي پوځ د دغه فلسطیني جنګیالي د تېښتې د تاییدولو په ترڅ کې ویلي چې د هغه د نیولو هڅې لا هم روانې دي.

صهیونیسټي رسنیو همدارنګه خبر ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د «عیلي» له امنیتي پېښې وروسته فوق العاده امنیتي غونډه وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i134718

captcha