ایکنا د alkhalij۳۶۵، له قوله راپور راکړ، دغه مرکزونه د طواف د ځای یا مطاف پشمول د مسجد الحرام په مختلفو برخو کې ،په لومړی چت او د دغه راز لومړني سعودی صحت ، مسجد الحرام ته د د لارې په چوکونو او دغه راز نورو خاصو دګڼې ګوڼې په ځایونو کې پرانیستل شوي دي او دحاجیانو ته مختلفو شرعي او نورو پوښتنو په ځواب ورکولو او لارښونو سره د دوي لپاره ئې آسانتیاوې رامینځةکړي دي.
په مسجد الحرام کې د حاجیانو پوښتنو ته د ځواب ویلو د ادارې مدیر معاذ الجنیدل په دې باب وائي، په غه پلان کې اویا کارپيژاندي ۲۴ ساعته د حاجیانو د پوښتنو ځواب ورکولو لپاره موجود وي او ده ډله په شرعي مسئلو خبر کسان دي او د مناسک حج او نورو شرعي مسئلو سره اړونده د ټولو پوښتنو ځوابونه ورکولی شي.
هغه زیاته کړې ده، د مسجد الحرام د ارشاد د چارو ادارې همداراز د مصنوعي هوش لرونکي روبوټ څخه په استفادې سره د مطاف صحن په اصلي لارو کې خپل کسان دیره کړي دي او دغه راز ربوټونه په یولیسو ژبو یعني په عربی ، انګریزي،اردو ،انډونیزي ،مالیزي فرانسوي،روسي، فارسي،ترکي،چیني ،بنګالی،هوسا ژبو بشپړ مسلط دي او دحاجیانو دلارښونې کار ترسره کوي.
دغه ربوټونه همداراز د خانه کعبې د پرَدې د ګنډلو او ساتلو په ټولګې کې هم حاجیانو ته د مختلفو برخو او پرَدې د ځانګړنو او معلوماتو په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکوي.