IQNA

طالبانو د افغان انجونو د زده کړې د بندیز دلیل اعلان کړ

15:40 - June 24, 2023
د خبر لمبر: 3487518
د افغانستان د طالبانود حکومت ویندوي ددغه هیواد له مسئلو سره د انسان دوستۍ د مسلو د سیاسی نه کولو په ضرورت په ټينګارسر ه زیاته کړه، د انسان دوستۍ مرستې باید له سیاسی مسئلو سره غوټه ونخوري.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، دافغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  نن په یولړ ټیلیویژنی خبرو کې  په افغانستان کې له شپږم صنفه دپورته   انجونو د زده کړې د ځنډولو د دلیل په باب ووئيل، د ښونځیو چټي کیدا  د ځّینو ضروري اصلاحاتو په دلیل ترسره  شوې ده،ځکه پخواني تعلیمي  نصاب  له لویدیځه راغلی  او دلویدیځوالو په وسیله تپل شوی ؤ.

ذبیح ا... مجاهد زیاته کړه ، مونږ نه دي وئيلي چې د انجونو زده کړې ممنوع دي ،یا دا چې دوي ته د  زده کړې  اجازت  نه ورکوو، بلکې  دا ځنډیدا تر دوهم امر پورې ده ،په دې معنا چې  پکې اصلاحات راشي.

د افغانستان د طالبانود حکومت ویندوي همداراز ددغه هیواد له مسئلو سره د انسان دوستۍ د مسلو د سیاسی نه کولو په ضرورت په ټينګارسر ه زیاته کړه، د انسان دوستۍ مرستې باید له سیاسی مسئلو سره غوټه ونخوري.

ذبیح ا... مجاهد د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې له موضوع سره په ارتباط کې  هم ووئیل،  له ډيرو هیوادونو سره ښې او ډيرې اړیکې لرو،که څه هم  هغوي  اعلان نه دی کړی مونږ په رسمیّت پيژني،خو رسمي اړیکو ورسره لرو. 

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/04/03/2915548/

captcha