IQNA

حاجیانو ته عربستان دوه میلیون قرآنونه ډالۍ کړل

7:25 - July 02, 2023
د خبر لمبر: 3487563
ایکنا-(مکه) دعربستان داسلامی چارو وزارت  د حج  د شپو ورځو د ختمیدا  او خپلو هیوادونو ته د ستنیدا په درشل کې  په دوي کې  کابو  دوه میلیون قرآنونه ویشي.

ایکنا د سیدتي له قوله راپور راکړ،دغه قرآنونه  دعربستان د تبلیغ او ارشا ،اسلامی چارو وزارت په همت سره، دعربستان د پاچا  ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په فرمان سره  په حاجیانو کې ویشل شوي دي.

 د قرآن دغه نسخې د عربستان د ملک فهد چاپ کمپلیکس  او خپروندوئې  منشورات دی چې په مختلفو اندازو کې  او په څه دپاسه 76ژبو حاجیانو ته ډالۍ شوي دي.

د ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګر،د جدې ښار اسلامی بندر، مځکنئ او هوائي لارې  هغه  ځایونه دي چې دغه قرآنونه پکې ویشل شوي دي.

د عربستان د اسلامی چارو او د تبلیغ او ارشاد وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز ال شیخ  په دې باب وائي ، ددغو قرآنونو ویشل،ددي خدمت  او احترام لپاره د عربستان د پاچا او ددغه هیواد حکومت د اهتمام ښودنه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4151438

 

captcha