IQNA

طالبانو په افغانستان کې د سویډي اورګانونو فعالیتونه منع اعلان کړل

16:43 - July 11, 2023
د خبر لمبر: 3487611
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو ویندوي په یوې اعلامیې کې ووئيل، د افغانستان د طالبانو حکومت  په دغه هیود کې د سویډ د درستو فعالیتونو ددریدا حکم صادر کړی دی.

 ایکنا دروئيټرز  له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،په سویډ کې د قرآن کریم او د مسلمانانو   د  اعتقاداتو  له سپکاویو وروسته  دافغانستان د   طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د سویډ درستو اورګانونو او غیر حکومتي  ادارو فعالیتونو باندې بندیز لګولی  دی .البته طالبانو مشخصه نه ده کړې چې د سویډ کومو اورګانونو او موسیسو  فعالیتونه  په دغه فرمان سره ممنوع کیږي

ځيني سرچینې وائي احتمالا  هغه اورګان  به هم پکې شامل وی ، چې په افغانستان کې د سویډ دغیر حکومتي اورګانونو په فعالیتونو کې د افغانستان لپاره  د سویډ کمیټي  چې په زرګونو مرسته کونکي ځواکونه ئې د سلامتیا،روغتیا،زده کړې او ښاری پراختیا په برخو کې فعالیتونه کوي. دغه سویډي موسیسې  تر دې دمه  د طالبانو د دغه فرمان په باب کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 د وئيلو ده چې یوعراقي الاصله سویډي  افراط پال سلوان مومیکا د قربانۍ د لوي اختر  په شپو ورځو :ې   د سویډ په سټاکهم کې  دیوه  جامع جومات په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله چې په درستې نړۍ کې ئې سخت غبرګون راپارولی چې هماغه راز دوام لري.

 داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا  چې ټاکل شوې ده نن د پاکستان  په وسیله د اسلامی ملګرتیا موسیسې په غوښتې سره  غونډه جوړوي او د دیني نفرت خورونې  په باب د یوه پریکړه لیک په مسودې غور او بحث کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4154266

captcha