ایکنا د پارس ټوډي د خبر له مخې راپور ورکوي چې، کرزي پرون پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا برید د افغانستان پر خاورې د پاکستان له لوري ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
هغه په دې ټویټ کې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او د افراطیتپالنې پر ځای دی له افغانستان سره ښه اړیکې وپالي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د برمل پر ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو له خوا د کوم برید پخلی نه دی کړی.
پاکساني پوځ هم په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د راکټي بریدونو خبرونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو کې پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو په وار وار تور پوری کړی چې ګوندې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له پټنځایونو په ګټې پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.