ایکنا – (عراق) په کربلا کې د عاشورا د ورځې په مناسبت په سلګونو زرو کسانو د امام حسین علیه السلام په زیارت کې د مقتل په لوستلو سره، د ماتم کوونکو ډلو د امام حسین علیه السلام د زیارت په لور پیاده روان شول او د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې یې د تویریج مراسم پیل کړل.

ایکنا د یونیوز په حواله خبر ورکوي چې، د عاشورا په ورځ د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې په زرګونو زائرینو د مقتل لوستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
پرون په عراق کې د حسیني عاشورا په مناسبت، د ماتم کوونکو ډلو چې له سهار راهیسې یې د یا حسین شین بیرغونه په لاس کې درلودل، د سپېڅلي حرم په لور حرکت یې وکړ ترڅو له میلیونونو زیارت کوونکو سره یو ځای د تویریج د ماتم مراسم د زیارتونو په انګړ کې ترسره کړي.
د تویریج ماتم د عاشورا په ورځ په نړۍ کې د حسیني ماتم یو دودیز مراسم او ترټولو لوی ماتم دی، چې ماتم کوونکي د تویریج له کلي څخه د شهیدانو سپېڅلي زیارت ته پیاده حرکت کوي، ترڅو په سمبولیک ډول د امام حسین (ع) سره د مرستې اعلان وکړي. له تویریج څخه تر کربلا پورې په شل کیلومتره لاره کې ماتم کوونکي د "واحسیناه"، "لبیک یا حسین" او "واویل علی العباس" په څېر شعارونه ورکوي.