IQNA

آمریکا طالبان په رسمیت نه پېژني

16:33 - August 02, 2023
د خبر لمبر: 3487729
ایکنا – ( امریکا) په ملګرو ملتو کې د امریکا دايمي استازې وویل چې واشنګټن د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، په ملګرو ملتو کې د امریکې دايمي استازې او سفیرې «لینډا توماس ګرینفیلډ» وویل چې دغه هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني او له دوی څخه ډلې ملاتړ نه کوي.

هغې په یوې خبري غونډې کې ټینګار وکړ چې د افغانستان نجوني باید زده کړې ته لاسرسي پيدا کړي او ښځې یې هم باید کارونو ته ستنې شي.

ګرینفیلډ ویلي دي: «موږ په طالبانو باندې فشار جاري ساتلی دی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ ښوونځیو ته د نجونو د نه ستنېدو په اړه د طالبانو د پریکړې په خاطر له طالبانو هېڅ ملاتړ نه دی کړی».

هغه چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پړاویزه مشري په غاړه لري، وايي چې د خپلې مشرۍ په پړاو کې به د بشري حقوقو په موضوعاتو غور وکړي او افغانستان به یې په لومړيتوب کې وي.

په رسمیت د طالبانو په نه پېژندلو باندې د لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې امریکايي استازو په قطر کې د طالبانو له چارواکو سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i136552

captcha