ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د دغه کنفرانس یو تن ویناوال علیرضا مظلوم د لیکلې مقالې له مخې د کورنیو قوانینو او اسلامي هېوادونو له نظره قرآنکریم ته د سپکاوي د مخنیوي لارې چارې بیان کړې.
دغه کارپوه ټینګار وکړ چې د سوډان او ډنمارک هېوادونو په ګډون، په ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو کې مقدساتو ته سپکاوی جرم دوام لري.
نوموړي وویل: د ملګرو ملتونو د بشر حقونو وروستۍ اعلامیې دیني مقدساتو ته د سپکاوي د غندلو په برخه کې یو قوي سند ګڼل کېږي.
په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر نورو کارپوهانو د بېلا بېلو حقوقي اړخونو له نظره په وروستیو کې قرآنکریم ته د سپکاوي په اړه ویناوې وکړې.
دغه راز د دغه مقدس کتاب په اړه سوال او ځواب هم د دې علمي کنفرانس برخه وه.