ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، په دې کمپاين کې له پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د ميبېنډازول (Mibendazole) ټابليټ يا ګولۍ هم ورکول کېږي.
دا درمل په ماشومانو کې د چينجو د لمنځه وړلو لپاره کارول کېږي.
دعامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې ده چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي، ترڅو له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسین شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به د افغانستان له پنځو شمالي ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په سویل کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.
ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اونۍ وروسته یعنې د اګست په ۲۸مه نېټه پیل شي.
د روان م کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت پورې اړه لري.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې پولیو شته.