ایکنا نیوز- د عراق د کربلا معلی په فضا کې په الوت سره د پاراګلائيډر یوه پیلوټ، د حسینی اربعیڼ د میلیوني لاریون کونکو مینه والو د پاسه په فضا کې د ؛لبیک یاحسین (ع) ؛بیرغ ورپوۀ.
ایکنانیوز- ددغه حرکت په خپره شوي فیلم کې ،د لبیک یاحسین(ع) سور بیرغ د حسینی اربعین د هغو زیارتوالو د سر دپاسه په فضا کې ورپوۀ چې د کربلا په لور روان دي.
ددغه ګلائيډر په لیدو سره حسینی مینه والو د لبیک یا حسین ،لبیک یا زینب ،لبیک یا مهدي شعارونه پورته کړل. دغه منظرې د حسینی اربعیّن د میلیوني لاریون دګډونوالو روحیّه او انګیزه نوره هم زیاته کړې ده .
وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه د عراق په کربلا کې د حسینی اربعیّن په میلیوني لاریون کې د ګډون لپاره کابو اتلس میلیون پلي زیارتوال خپله تنده په لاریون کې په ګډون سره ماتوي او ممکنه ده تر اربعیّن ورځ پورې دغه شمیر دوه چنده شي.
ایکنا د کربلا په فضا کې د لبیک یا حسین بیرغ د رپيدا ویډیو کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.