IQNA

د افغانستان په شمال کې مخ پټو کسانو یو ښونځی وسوځوۀ

6:27 - September 13, 2023
د خبر لمبر: 3487952
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود مشرانو د فیصلې په اساس انجونې،له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري.دغه  فیصله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده  او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی  غوښته هم ده .

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،ناپيژاندو کسانو بیګا د افغانستان په شمال کې په تخار ولایت کې په دشت قلا ولسوالۍ کې د حامد ا... شهید ښونځي ودانۍ سوځولې ده .

د تخار ولایت ځاي مسئولانو  ددغه ښونځي سوځيدا تائيد کړې ده ،البته  ددغه ښونځي  دسوځونکو عاملان د هویّت په باب څه نه دي وئيل شوي .

که څ ه هم معلومه نه ده دغه ښونځئ د انجونو دی اوکه د هلکانو ،خو په تیرو دوو کلونو کې چې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي ، د  هیواد په مختلفو  سیمو کې د  انجونو څو ښونځي  سوځول شوي دي.د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس  انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه  فیصله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده  او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی  غوښته هم ده .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138440

captcha