IQNA

په پاکستان کې نوره غیر قانوني کډوالو ته دپاتیکیدو اجازت نه ورکوو

6:55 - October 04, 2023
د خبر لمبر: 3488054
ایکنا-(تهران)  د پاکستان کورنیو چارو وزیر ووئيل که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې غیر قانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانۀ نشي، ؛ نو تر هغې وروسته به په زوره وویستل شي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په خبری کنفرانس کې ،دنومبر له لومړۍ نېټې وروسته به هېڅ یوافغان له قانوني سندونو(ویزې او پاسپورټ) پرته دغه هېواد ته سفر نه شي کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانان یواځې د تورخم پر لاره په ویزو او پاسپورټ تلل، خو د کندهار د سپین بولدک له لارې به ورته له ویزو او پاسپورټ پرته د سفر اجازت ورکول کېد.

 داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان دلومړي وزیر لومړي وزیر انوار الحق کاکړ، په مشرۍ په همداوروستیو کې  دغه هیواد د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په شتون سره د کابینې یوه بیړنۍ ناسته هم شوې چې په دې اړه ئې مهمې فیصلې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له دغې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکې نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې د افغان پناه غواړو پشمول ټول غیر قانوني کډوال له دغه هېواده ووځي.

 ده وویل، چې دا پرېکړه د پاکستان  او د خلکو د امنیت په اړه موخه ترسره شوې او ددې ځای د خلکو امنیت او خونديتوب د نورو هېوادونو تر وګړو ډیر مهم دی.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، هغه افغانان چې برېښنایي تذکرې لري، د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې دې ویزه او پاسپورټ ترلاسه کړي، کاغذي تذکرې د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواک  دغیر قانونی افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې او زرګونه افغانان یې نیولي چې له هغوي ئې ځيني بیرته خپل هیواد ته استولي او ځیني نور هم هماغاه شان په بندونو کې شپې سبا کوي.

تر دې مخکې پاکستانیو رسنیو خبر  ورکړی و، چې د دغه هېواد لنډمهالي حکومت ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې د سلګونه زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو طرحه جوړه کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139430

captcha