ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ مشر او د افریقا د شیعیانو رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي تهران ته په رارسیدا سره ووئيل، ډیر خوشال یم چې دغه شان لوی جمعیّت د مقاومت ملاتړ کوي،له منننې او قدرونې پرته نور بل هیڅ خبره نه لرم ، هیله مند یم چې اسلامی انقلاب په دنیا کې په بدلون راوستو سره د امام الزمان(ع) د ظهور زمینه برابره کړي.

ایکنا نیوز- د افر یقا د شیعیانو رهبر او دنیجریه د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزکي تهران ته په رارسیدو سره چې د درملنې لپاره له خپلې ماندنې سره یو ځاي نن ایران ته راغلی، د هرکلي کونکو سلګونو خلکو په ټول کې ئې په لنډې شان وینا کې په امام خمیني هوائي ډګر کې د طلبه ؤ،محصیلینو،زده کونکو او خلکو ولولناک شتون ته په اشارې سره ووئيل ،پوهه شئ چې مونږ په دغې دنیا کې د آمتحان لپاره راغلي یوو، اته کاله مخکې مونږ په یوه سخت امتحان کې وو،چې په خیر سره تیر شو او ان شاالله دایران اسلامی جمهوری نظام د امریکا او اروپا پشمول په درستې دنیا کې بدلون راوستل شي څو د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه شریف د ظهور لپاره زمینه برابره شي.
شیخ صیب زیاته کړه،ډیر خوشال یم چې نن دغه شان ولولناک خلک د مقاومت ملاتړ کوي او له تاسو خوږو دوستانو او مینه والو څخه له مننې او ستاینې پرته بل هیڅ خبره نه لرم .
په امام خمیني هوائي ډګر کې په زرګونو طلبه ؤ،محصیلینو زده کونکو او ولولناکو ځوانانو د شیخ الزکزکي او دهغه د میرمنې چې د درملنې لپاره نن سهار ایران ته راغلل تود او ولولناک او مینه ناک هرکلی وکړ.
