ایکنانیوز د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ دعمومی قوماندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ د دغه هیواد دپوځ دقوماندانانو په دوه سوه شپیتمې ګډې غونډې کې په غزې کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا په ژورې اندیښنې ښودلو سره د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلو یرغلونه محکوم کړل او وې و ئيل،په غزې کې انساني مرګز ژوبلې،د اسرائيلو د اجباری اقداماتو او بې آمانه یرغلونو په نتیجې کې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر په اعلامیې کې ټينګار شوی دی،چې د فلسطین ملت هماغه شان د پاکستان ډيپلومآټيک،سیاسی او اخلاقي پلوه بې قید اوشرطه ملاتړه برخمن دی او اسلام اباد د اسرائیلو دنیواکګرۍ په ضد د خپلو فلسطینیو وروڼو خوئيندو له مبارزې او دفلسطین د شخړې دتل پاتې حل په تیره بیا د قدس شریف ددفاع لپاره د فلسطنیانو دمبارزو ملاتړ کوي.
د پاکستان لومړي وزیر انوار الحق کاکړ هم تیره ورځ په غزې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او د فلسطینیو د مرګ ژوبلو په باب د ژورې اندیښنې په ښودلو سره د غزې د کلابندۍ دفوري ختمولو غوښته کړې اووئیلي ئې دي ،په فلسطین کې د ناخوښو پیښو علتونه د فلسطینی ملت په ضد ځپونکی کړچار او د اسرائيلو د ناروا نیواک په کلونو کې ريښه لري.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/763480_1