IQNA

له وحشي ډوله بمبارئ ورسوته د غزې المعمدانی روغتون منظره اوبې ضمیره قدرتونه (انځورونه)

13:30 - October 18, 2023
د خبر لمبر: 3488129
ایکنا-(غزه) په فلسطین کې د غزې المعمداني روغتون له بې آمانه بمبارۍ وروسته  په زیاترو اسلامی هیوادونو کې عمومی ویر اعلان شوی دی.  او مقاومتی چورلیز اعلان ړی دی چې دغه جنایت یوه نسل وژنه ده او د بشریّت په ضد دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.

ایکنا نیوز د فلسطین الیوم له قوله راپور راک،د وحشي صهیونیسټي رژیم پوځ  په یوه وحشي ډوله جنایت کې بیګا دغزې په یوه لوي او مخینه لرونکی روغتون بې آمانه بمباري وکړه،په داسې حال کې  چې له دغې بوږنونکي غمیزې مخکې ئې د غزې له خلکو غوښتي وو چې دغه روغتون ته پناه یوسی او غزه خالی کړي،نو  په دغه روغتون په داسې حال کې بې امانه بمبارئ وکړې چې زیاتره پکې ماشومان، ښځې ،ناروغان او ډاکټران وو.

په غزې کې د فلسطین د روغتیائي چارو وزارت  ویندوي اشرف القدره  ووئیل، چې  په دغه لوي  بشریّت ضده جنایت کې څه د پاسه اته سوه  بې څوکه اوعام خلک شهیدان شوي او په سلګونو نور هم ټپیان شوي دي چې ممکنه ده د شهیدانو شمیر نوره هم زیات شي.  هغه ووئيل، د جنازو وضعیّت داسې دی چې زیاتره جنازې د پيژندلو نه دي  او یوه ستره انساني غمیزه رامینځةشوې ده.

 ایکنا نیوز د بشریّت په ضد  له دغې بمبارئ څو وروسته د المعمداني روغتون  وضعیّت په یوه انځوریز راپور کې راغونډ کړی  چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4176089

captcha