ایکنانیوز د مهر له قوله راپور راکړ،د فلسطین روغتیائي سرچینو په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلی دي،په غزې د صهیونیسټي وحشي رژیم له بې آمانه حملو او بمباریو کې تر دې دمه دشهیدانو شمیر څلور زره د رې سوه نوی کسانو ته رسیدلی او دغه راز د ټپیانو شمیر هم څه دپاسه څوارلسو زرو ته رسیدلی دی .
مهر خبری آژانس د فلسطین داطلاع رسونې له قوله راپور راکړ،په غزې کې د فلسطین د روغتیائي چارو د وزارت دفتر نن پخپلو وروستیو احصایو کې وئيلي دي ، د غزې د خلکو په ضد د صهیونیسټي رژيم دجنګ په شهیدانو کې دغه راز یوز ر اوه سوه شپږپنځوس ماشومان او نهه سوه شپږ اویا میرمنې شاملې دي.
ددغه راپور په اساس ، د وحشي صهیونیسټي رژيم په دغو بې آمانه یرغلونو او بمباریو کې اویا فیصدي قربانیان میرمنې ،بوډاګان او ماشومان دي.
په وروستیو شپو ورځو کې صهیونیسټي رژيم د طوفان الاقصی نومې عملیاتو کې د فلسطین د مقاومتي مبارزانو په وړاندې په پوځي امنیتی اواطلاعاتي برخو کې د سپیرې ناکامۍ په غبرګون کې دغزې پر حیاتي ،هستوګنو بیخ بینائي تاسیساتو باندې په ډ يرو پرمختللو وسلو او توغندیو څخه په استفادې سره وحشي ډوله او غیر انساني یرغلونو ته هماغه راز دوام ورکړی دی.