حامد کرزي په دې لیدنه کې نجونو ته د زدهکړو د زمینې برابرېدل او کار ته د ښځو بېرته ستنېدل، د افغانستان په پرمختګ کې حیاتي بللي او په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او همدارنګه د تلپاتې سولې او ټیګاو د ټینګښت په برخه کې د اوغلو له هڅو ستاینه کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو دبیرته رسیدا له وخت راهسې په دغه هیواد کې له شپږم صنفه پورته کلاسونو لپاره انجونو ته د زده کړې اجازت نه ورکول کیږی او دغه راز په دغه هیواد کې د میرمنو په کارکسب کولو هم بندیز لګیدلی دی چې دنړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره له دغو کرغیړنو کړنو لاس اخستل لومړنی شر ط دی چې داسلامی امت دیني عالمانو هم پر طالبانو غږ کړی چې علم ترلاسه کولو هم دسړیو او هم د میرمنو یو بنیادی حق دی او باید له میرمنو دغه حق وانخستل شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140304