ایکنا نیوز دالجزیره له قوله راپور راکړ،د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین له مظلوم ولس څخه دملاتړ مظاهرې هماغه راز دوام لري. په آیرلینډ،ملایشیا ،پاکستان ،افغانستان،هندوستان،ترکیې ،نیجریا،ایران،نیجریه،قطر،بحرین،اروپائي هیوادونو او دغه راز دشمالی امریکا هیوادونو په لسګونو ښارونو کې هم هماغه راز په لکونو خلک په مظاهرو کولو سره د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې چغې پورته کوي او له درستو نړیوالو اورګانونو او مشرانو غواړي ، د وحشي صهیونیسټي رژیم د څاروي ډوله جنایتونو مخه ونیسي.
په زیاترو مظاهرو کې وینا وال د فلسطین د حالاتو په ښودلو سره په چغو چغو ژاړي او وائي چې آخر دا څرنګه انسانیّت دی چې د څومیاشتو ماشومان هم په خپلو وینو کې لیت پیت کیږي او ورباندې اوبه خواړه اودرمل بندیږی او بیا هم د انسانیت دفاع کوکي ګونګیان شوي دي. اځر وحشي توب او جنایتونه هم یو حد لري، صهیونیسټانودغه حدود او د انسانیّت تر پښو لاندې کړی او دومره وحشي شوي دی چې حتی پر نوزیږو هم رحم نه کوي، باید ددغو وحشیانو مخه ونیول شي ګني نو انسانیّت به له مینځه لاړ شی او بیا به هیڅوک هم خوندي نه وي.
په زیاترو مظاهرو کې ښځې او ماشومان لیدل کیږي او له فلسطینیو ښځو او ماشومانو سره خپله خواخوږي اوهمدردي وړاندې کوي او وحشي جنایتکارو او دهغوي ملاتړو ته دا ښئ چې بلاخره به هم دغه وحشیتوب او جنایتونه پاي مومي او بریالیتوب به ددغو مظلومو او بې څوکه ماشومانو او میرمنو په برخه کیږي،ځکه ظلم او جنایت هیڅکله هم پر وینې بریالی شوی نه دی او دا د ماشومانو وینه ده چې بلاخره به هم رنګ راوړي.
په مختلفو هیوادونو کې د مظاهرو یو انځوریز اوویډیوئي راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.