IQNA

د انټرنیټ له بشپړ غوحولو سره په یووخت په غزې د خونخوار صهیونیسټي رژيم هراړخیزه یرغل

7:07 - October 28, 2023
د خبر لمبر: 3488177
ایکنا-(غزه) وحشي صهیونیسټي رژيم دجمعې په ماښام په غزې تړانګې  د ارتباطي کرښو او انټرنیټ په بشپړ غوڅولو سره په یووخت په دغې تړانګې  له هوا ،مځکې  او سمندره حملې وکړې.

ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړ،  صهونیستي وحشي رژيم له غړې تړانګې په پراخو  سیمو کې د انټرنیټ او نورو ارتباطي  کرښو په غوڅولو سره په دغې کلابندې سیمې هراړخیز یرغل کړی چې داسې ښکاري ډله ایزې وژلې نیّت لري.

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، د انټرنیټ او اتباطي کرښو له غوڅولو سره په یو وخت  نیواکګرو صهیونیسټآنو  دهوا،سمندر ، اومځکې له لارې سختې بمبارې او حملې  پيل کړي دي او  په دغې سیمې  ئې بې مخینې ناتار جوړ کړی دی. په راپور کې دا هم وئيل شوي د ي، مرستندویه  ډلو په غزې کې د انټرنیټ او ارتباطي کرښو د غوڅيدا په نسبت په خبرداری سره وئيلي دي، دانټرنیټ  چینل له لارې  دټپیانو درملنې پروټوکولونه ردوبدل کیدل چې اوس په هیڅ ډول  خپل فعالیتونه نشي کولی او د یوې سترې انساني غمیزې ځيری ورکوي. او په روغتونونو کې  د اپریشن او نورو عملیات ئې په بشپړ ډول غوڅ شوي دي .

د وحشي صهیونیسټانو په حملو پسې د فلسطین  مخابیراتي شرکت اعلان کړی دی له غزې سره  د درستو ارتباطي  کرښو او  انټرنیټ  په غوڅيدا سره  صهیونیسټانو هغه ټولې لارې چې غزه له نړۍ سره وصل کوي،غوڅې شوي دي.

د صهونیسټ رژيم معاریو ورځپاڼې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی  چې داسرائيلو  جنګی کشتیو هم په غزې بمبارۍ او توغندوي حملې پیل کړي دي او  داسرائيلو د پوځ ریډیو هم دجنګي الوتکو بمبارۍ هم بې مخینې بللی دي.

ددغو بې مخینې او بې آمانه حملو او بمباریو په غبرګون  کې  د مقاومتی ډلو مبارزانو هم  په نیواکي فلسطین کې دتل ابیب پشمول په لسګونو ښآرګوټو توغندوي بریدونه کړي دی  او په تل ابیب ،عسثلان ،زیکیم ،الرمله  او څو نورو صهیونیسټي ښارګوټو کې د خطرې ټلۍ ګړنګیدلي دي.

په وروستیو راپورونو کې وئيل شوي دي چې له غزې هرډول خبر  او راپور نه ترلاسه کیږي او دا اندیښنه شته چې که دغه بمبارۍ او حملې فوري ونه درول شي ، نو ممکنه ده وضعیّت تر خطرناک حده لاړ شي او یوه ستره انساني غمیزه رامینځةشي.

https://iqna.ir/fa/news/4178176

captcha