IQNA

دغزې په جنګ کې داسرائیلو ترڅنګ امریکائي کمانډوز هم موجود دي

6:43 - October 29, 2023
د خبر لمبر: 3488182
ایکنا-(تهران) د امریکا یوې خپرونې د غزې په جنګ کې د صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو ترڅنګ د امریکا د سپيشل فورس دکمانډوزو په شتون اعتراف وکړ.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړی ،د امریکا Military Watch Magazine  د پوځي او امنیتی موضوعګانو په باب لیکنې کوي ،په یوې مقالې کې ایشوا کړې ده ، شته راپورونه ښئ چې  دامریکاسپیشل فورس ګمانډوز  په غزې کې ددیره حماس غورځنګ په ضد د  اسرائیلو دپوځ  له کمانډوزو سره د ګډو عملیاتو دپیلیدا لپاره  په دغې سیمې کې دیره دي .

دغې مجلې  په دوام کې د امریکا دپوځ د یوه پخواني ډګر وال ډګلاس مک ګرګور له قوله لیکلي دي،  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دامریکا په لسګونو کمانډوز  له اسرائیلی کمانډوزو سره یو ځای د  خپلو بندیانو دځای دمعلومولو لپاره غزې ته وارد شوي دي.

په عین حال کې  د غزې تړانګې په پولو کې د مقاومتي چورلیز   میړنیو مبارزانو   دتیرې شپې په یرغل کې وحشي او تیریګرو صهیونیسټانو او دهغوي  ملاتړو ته داسې درس ورکړی چې په لسګونو  کمانډوزو  مړي ئې له هغې سیمې په تښتې کې له ځان سره وړي  او نوره  ئې  د مخکې تلو جراءت نه د رلود او په شا شوي دي . وئیل کیږي چې  د غزې   سیمې ته د  صهونیستي او امریکائی کمانډوزو د واریدیدا هڅه  هغه مهال ناکامه شوي چې د ددوي په لسګونو ټانکونه  او زغروال ګاډي د مقاومتي مبارزانو د راکټ لانچرو او نورو وسلو په شیشت کې  ورغلل او لوو لپه  وسوځیدل.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i140656

captcha