IQNA

موشن ګرافیک! د فلسطینیو ماشومانو لپاره تر ټولو امن ځاي چرته دی ؟

17:18 - November 01, 2023
د خبر لمبر: 3488205
ایکنا-(غزه ) د  اکتوبر له اومې نیټې راهسې  چې د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژيم ترمینځ  نښتې پيل شوي دي ، اسرائيلو دغزې ښار پر هستوګنو سیمو روغتونونو،ښونځیو،جوماتونو  باندې ترټولو سختې او درندې بمبارۍ او حملې کړي دي او د غزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره  دامن هیڅ ځای  نه دی پاتې . د وروستیو راپورونو  په اساس،تر نن پورې  په دغو شپو ورځو کې  کابو درې نیم زره ماشومان شهیدان شوي دي.

ایکنانیوز راپور راک، په هغې ناستې کې چې پرون سهار وختي یعني د لړم د میاشتې په نهمه نیټه  پّ ملګرو ملتو کې ترسره شوه ،  دغزې تړانګې له اوسیدونکو کابو یو میلیون اوسیدونکي یعني ددغې سیمې نیمه آبادي کډه په سر شوې  ده او دغه خلک  له شماله ددغې سیمې جنوب ته تللي دي.

همداراز  په ملګروملتو کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  نماینده ریاض منصور په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل،  دغزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره د امن هیڅ ځاي نه دی پاتې شوی  او کابو نیمې ودانئ  په کنډوالو بدلې شوي دي ،تر اوسه پورې  کابو درې نیم زره بې ګناه او معصوم ماشومان قرباني شوي دي. دا په دې معنا ده چې  په هرساعت کې په غزې کې دولس ماشومان وژل کیږي او  په زرګونو فلسطنیان هم د مرګ له  خطرې سره مخامخ دي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4179006

 

captcha