IQNA

 ملاعبدالغني برادر د ایران له خارجه وزیر سره لیده کاته وکړل

14:58 - November 05, 2023
د خبر لمبر: 3488221
ایکنا- (تهران)  د افغانستان د طالبانود حکومت د مشر د اقتصادی چارو مرستیال په مشرۍ د افغانستان د حکومت دیرش کسیزپلاوي نن په تهران کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور ر اکړ، د فغانستان د سرپرست حکومت د ریس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر  او ورسره پلاوي نن په تهران کې  د ایران  د اسلامی جمهوریت  له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ ئې دپوله ایزو مسئلو او دغه راز د اقتصادي راکړه ورکړې  او نورو ټولنیزو او سیمه ایزو  موضوعګانو په اړه  خبرې اترې وکړې.

داپه داسې حال کې دي،چې دملابرادر سره د دیرش کسیز اقتصادي  پلاوي پرون ناوخته  د ایران داسلامی جمهوریت   له چارواکو سره چې د ایران د کرهڼيزو چارو وزیر هم پکې شتون درلود،لومړنۍ غونډه ترسره کړه . په دغې ناستې کې  ددواړو  خواؤ د کرهڼیزو زمینو  کې دخپلو ظرفیّتونو  او  وړتیاؤ پر کارونې او دغه راز په دغو زمینو کې  د ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.

 

 

 

 

حسین امیرعبداللهیان , کشور افغانستان , وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی ایران ,د ایران له خارجه وزیر سره د طالبانو د اقتصادي پلاوي کتنه

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/08/14/2983696/

captcha