ایکنا نیوز د ګلف ټوډې له قوله را پور ر اکړ، د شارجې دکتاب په نړیوال نندارتون کې دیوه خپروندویه شرکت په یوه لوي پوسټر کې چې په تور رنګ پوښل شوی ؤ، د غزې د شهیدانو نامې خپرې کړې . داهم وئيل شوي چې په دغه پوسټر کې کابود اوو زرو شهیدانو نامې خپرې شوي دي .
Uhibbook» خپرندوئې ددغه پوسټر په باب لیکلي دي،دا په غزې تړانګې کې د شهید شوو کسانو نامې دي او په دغه لسټ کې نامې نوره هم په زیاتیدا دي خو فی الحال په دغه پوستر کې د اوو زرو شهیدانو نامې لیکل شوي دي.
د ؛ناتمامو کیسو؛ په نامې سره ددغې خپروندوئې دغه اثر د جنګ د بوږنونوکي ټریژډۍ ښودنه کوي، ناشر ددغه لیسټ په باب ووئيل، چې د غزې په بمبارۍ کې د یوې کورنۍ ک ابو اتیا غړي هم شهیدان شوي دي.
د Uhibbook» خپروندوئې یوې موسیسې میرمن مهناز انشاه په یولړ څرګندونو کې ووئيل، یوه اونۍ وخت ئې واخست څو دغه لسټ بشپړ شي . دا لیسټ د شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې په ۶ - L۱۷ هال کې لیدل کیدلی شي.