ایکنانیوز؛د امریکا په مختلفو ښارونو کې هماغه رازد فلسطین د غزې دمظلومو خلکو په ملاتړ او د اسرائيلو د جنایتونو په ضد دلسګونوزره خلکو مظاهرې ترسره کیږي او د مظاهره چیانو په لاس کې د غزې د زرګونو شهیدانو دنامو اوږد لیسټ ترسترګو کیږي.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا پشمول په لسګونواروپائي هیوادونو کې د غزې د مظلوموخلکو په ملاتړ او د اسرائيلو د وحشي ډوله جنایتونو او بمباریو په ضد پراخې مظاهرې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې دجرمني اوفرانسې پشمول په ځينواروپائی هیوادونو کې د فلسطین دبیرغ په پورته کولواو لاریون کولو باندې بندیز هم لګیدلی دی،حال دا چې همدغه استکباري حکومتونه دبشری حقوقو ډنډورې هم وهي.