IQNA

د افغان پناه غواړوپه اړه د پاکستان پریکړه له اسلامی اونړیوالو اصولو سره په توپیر کې ده (غږیز راپور)

8:28 - November 07, 2023
د خبر لمبر: 3488233
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو  دحکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، چې افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د ټولو نړېوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف ده.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانود حکومت د کورنیو چار وزیرسراج الدین حقاني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وويل چې پاکستان په سختو شرايطو کې افغانانو ته پناه ورکړه، خو په داسې زور او جبر سره د افغان کډوالو ايستل مناسب نه دي.

هغه له پاکستانه وغوښتل چې په خپله پرېکړه دې له سره کتنه وکړي.

کورنیو چارو وزیر زیاتوي، چې پاکستان ته مشکلات زموږ له اړخه نه دي جوړ؛ باید هر څوک خپلې ستونزې خپله حل کړي.

 نوموړی زیاتوي؛ اسلامي امارت ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې خاوره به یې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

ښاغلي حقاني همدا راز د ۳۴ ولایتونو پر واليانو باندې غږ وکړ چې هغوی دې د راستنېدونکو افغانانو سره په هره برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

په همدې حال مولوي ذبیح الله مجاهد سپین بولدک کې د کډوالو وضعیت ارزونې پر مهال ویلي، چې کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیسیون او سوداګرو له لوري راستنېدونکو کډوالو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بلخوا اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکیب وايي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي شکیب له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د کډوالو لپاره د ستنېدو پروسه باید نوره هم آسانه او له کډو بار موټرونه دې له سکن او پیسې اخیستلو څخه معاف شي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې مېشت افغانانو پر وړاندې دغه هېواد عملیات پیل کړي او افغانان په زور او جبر له خپلو کورونو باسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی دی.

افغانستان ته د تیرو (۵) ورځو په لړ کې نږدې (۴۰) زره کسان ور ستانه شوي جزیات دلته لرو

د تهران ریډیو دخبریال غږیز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141058

captcha