د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون به ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان او عرب اتحادیې په ګډې غونډې کښې، د امریکې حکومت، له تیرو پنځو اونیو راهیسې د غزې د مظلوم خلکو خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو اصلي امر کونکی او شریف وباله او ویې ویل: اوس چې د امریکې تر نفوذ لاندې نړیوالې ټولنې د هویت، خاصیبت او د پریکړې کولو د توان په نشتوالي اخته شوي دي، باید میدان په خپل لاس کښې واخلوو.
د ایران ولسمشر ښاغلي رئیسي د فلسطن د ولس په ګټه د پریکنده فیصلې لپراه لس بیړنۍ لارې چارې او وړاندیزونه وکړل چې په کښې، د غزې د خلکو د وژلې بندول، د غزې د انساني کلابندۍ بشپړه ختمول، له سیمې د صهیونیسټي رژيم د پوځ سمدستي وتل، د اسلامي هیوادونو له خوا له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول سیاسي او اقتصادي اړیکو غوڅول، د صهیونیسټي او امریکايي جنایتکارانو د مشرانو د نیولو او سزا ورکولو لپاره د یو نړیوالې محکمې جوړول، د اسلامي هیوادونو په مرسته د غزې د سمدستي بیارغونې لپاره د یو ځانګړي صندوق جوړول او له اسلامي هیوادونو څخه د فلسطین خلکو ته د انساني مرستو د وړونکو کشتیو د قافلې استول شامل وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپلې وینا په دوام کښې وویل: نیواکګر رژیم د نړیوالو حقوقو د اصولو په خلاف ورزۍ سره، د غزې په ټولې تړانګې باندې بشپړه حمله وکړه او د مرستندویه کسانو او درملیز سټاف او د خبریالانو وژل او په روغتونونو باندې بمبارۍ د دغه جنایت یوه بله برخه ده.
هغه زیاته کړه: اسرائیل د امریکې ناروا اولاد دی. امریکې په نیواکي ټاټوبي کښې د خپلې امنیتي کابینې په سمدستي جوړولو سره صهیونیسټي رژيم د غزې د بې اسرې خلکو خلاف جنایتکارانه عملیاتو ته وهڅوه.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل: ورته مهال د امریکې جنګۍ بیړۍ سیمې ته واستول شوې او داشان واشنګټن د اسرائیلو په پره، په عملي توګه جنګ ته ورودانګل. په امنیت شورا کښې له صهیونیسټي رژيمه هراړخیز ملاتړ او د هغو پریکړه لیکونو د تصویبیدو مخنیوی چې په غزه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه نیسي، تیري ګرو ته د امریکې یو بل خدمت و او د نورو جنګي جنایتونو لپاره یې د هغوي لاس بیخي خلاص کړل.
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي څرګنده کړه: ټول فساد د امریکې دی، د افغانستان، عراق، شام او نورو اسلامي هیوادونو په شمول په ټوله دنیا کښې د میلیونونو انسانانو وژل، د امریکې کار دی.