IQNA

د ریاض د غونډې لپاره د فلسطین د مبلغانو دټولنې کرکتونکی پیغام

7:35 - November 12, 2023
د خبر لمبر: 3488257
ایکنا-(فلسطین) د فلسطین د مبلغانو ټولنې  دعربستان په ریاض کې د  اسلامی او عربی هیوادونو د سرمشریزې لپاره  یو پیغام صادر کړی او ټينګار ئې کړی دی چط مقاومت یوه ژغورونکي آئيډیا ده.

ایکنا نیوز  د شمس نیوز له قوله راپور راکړ، د فلسطین دمبلغانو ټولنې د فلسطین او غزې د وروستیو حالاتو په باب دعربستان په ریاض کې د اسلامی او عربی  هیوادونو د ګډې سرمشریزې په نامې سره یو فوری پیغام  لیږلی دی.

د فلسطین د مبلغانو په دغه پیغام کې راغلي دي ،د روغتونونو جنګ ، دغزې هراړخیزه  او بشپړ کلابندي او د ناروغانو او ټپیانو لپاره د هرډول مرستو غوڅیدا او حتی د اوبو او خوړو غوڅيدا، آیا دا ټول  داسلامی او عربی نظامونو او رژيمونو لپاره توجیه نه ده چې نن  د غزې د جنایتکارۍ د جنګ  ددریدا لپاره  جدی  ګواښ داعلان لپاره  غونډ  شوي دي؟

آیا  غواړئ غزه نابوده شي ،څو له ملت پرته یو ټاټوبی شی او تاسو په آرام سره پر خپلو ګدیو تکیې ووهئ؟ په یاد وساتئ که د فلسطین خلک د قدس په پلازمینې یو هیواد ونه لرل شي، نو په نړۍ کې  به هیڅ یو هیواد له امنیت اوثباته برخمن نشي.  مقاومت کوم ګوند،غورځنګ او لوری نه دی ، چې  حذف کړئ شي، مقاومت یوه آئيډیا،د نیواکګرو په وړاندې د جهاد یوه روده  او ژغورونکی فکر دی  چې  له یوه نسله په ورپسې نسل ته  په میراث کې رسیدلی دی،تاسو ټول په خود کې شئ او خپل اسلامی او انساني مسئولیټونه وپيژنئ او  د نیواکګر او جنایتکار خلاف یوه چغه پورته کړئ.

https://iqna.ir/fa/news/4181200/

captcha