IQNA

پاکستان دې د نیوکو پر ځای پخپل هېواد کې امن ته کار وکړي

14:31 - November 13, 2023
د خبر لمبر: 3488263
ایکنا-(کابل) د افغانستان سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ۶۰۰۰ جنګیالیو د شتون په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ادعا رد کړې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد په یوه تلویزیوني پروګرام کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان دځانګړي استازي   اصف دراني وروستۍ څرګندونې په زغرده  رد کړي دي.

آصف دراني دغه څرګندونې د هېواد د رسنيو له استازو سره په يوه ټلويزيوني پروګرام کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ترينګلو اړيکو په اړه د پاکستان له لوري له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ډله ييزې ویستنې په اړه له سختو نيوکو وروسته کړي دي.

 هغه ویلي دي چې د ټي ټي پي د مشرتابه، د هغوی د غړو او په افغانستان کې د هغوی د خوځښت او فعالیتونو د ازادۍ شتون دا په ډاګه کوي چې د کابل سرپرست حکومت پر پاکستاني طالبانو کنټرول نه لري.

د دراني په وینا دا مهال د تحریک طالبان پاکستان ۶۰۰۰ غړي له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې اوسيږي او دغه کسان په سرحدي سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او همدارنګه په دغه هېواد کې د ولسي وګړو په ډله ییزه وژنه کې لاس لري.

په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې په کابل کې سرپرستحکومت باید د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو وټاکي او له دواړو سره همکاري نه شي کولای.

دراني زیاته کړې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د چارسمبالي حکومت په اړه خپل نوی دریځ اعلان کړي.

دراني په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو په اړه د طالب چارواکو ادعاوو ته هم اشاره کړې او ویلي يې دي چې په دې صورت کې دا حالت په دې معنا دی چې په افغانستان کې سوله پاکستان ته په یو خوب او کابوس بدله شوې ده.

د پاکستان د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلام اباد چارواکي دې د تورونو پر ځای په خپل هېواد کې د امنیت پر رامنځته کولو تمرکز وکړي.

 مجاهد ټینګار کړی، چې اسلام اباد باید د خپلې ملامتۍ ګوته نورو ته ونه نیسي.

د چارسمبالي حکومت ویاند زیاته کړې چې موږ په افغانستان کې دننه داسې څوک نه لرو چې د بهرنیو هېوادونو وګړي اوسي او ټینګار یې کړی چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

خطر تسلط طالبان بر افغانستان برای کشور پاکستان چیست؟

خو د پاکستان ځانګړي استازي په خپله وینا کې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو ډېروالي ته په اشارې سره ټینګار کړی چې افغان طالبان باید پرېکړه وکړي چې له ټي ټي پي سره وي او که د پاکستان له حکومت سره او نه شي کولای چې له دواړو سره یو ځای همکاري وکړي.

د دراني په وینا، پاکستان د چارسمبالي حکومت عملي اقداماتو ته په تمه دی او د هغه پر بنسټ به د کابل پر وړاندې خپل نوي دریځونه اعلان کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141492

captcha