IQNA

د پاکستان حکومت قانوني سند لرونکي افغان کډوال له هیواده په زور نه وباسي

6:52 - November 15, 2023
د خبر لمبر: 3488273
ایکنا-(کابل) د پاکستان د موقتي حکومت د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي   ټينګار وکړ، چې اسلام اباد هغو افغان کډوالو د ویستلو هیڅ پروګرام نه لری چې قانوني مدرکونه لري.

ایکنا نیوز د اوا پریس له قوله راپور  راکړ،د پاکستان د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي  دافغانستان له کډوالو سره ددغه هیواد امنیتی مامورانو ددبد چلنۍ په باب دځينو ر اپورونو په ردولو سره  ووئيل، د پروپيګنډو په خلاف  هغه افغان کډوال چې  دکډوالۍ کارډونه لري ، له پاکستانه نه ویستل کیږی .

  د پاکستان د موقتي حکومت  د کورنیو چارو وزیر  ووئیل، چې تر دې د مه  له پاکستانه  د افغانستان  کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي  او په هغو کې یوازې  اته  زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.

په عین حال کې  د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت  سرکنسول  عبدالجبار تخاري  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په وروستیو له دوو میاشتو هم په کمې مودې کې  دپاکستان حکومت د اقامت د  پيژندپاڼو  ددرلودونکو  کډوالو پشمول څلور زره  افغان کډوال  ویستلي دي .تخاري  زیاته کړې ده ، هڅه کوو ،څو د خبرواترو له لارې د بندي کډوالو مشکل حل کړو. هغه ووئيل دمګړئ  دپاکستان په زندانونو کې  څه دپاسه  زر افغان کډوال شبې سبا کوي.  

https://www.avapress.com/fa/news/280392

captcha