IQNA

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د توانیر شرکت له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې

6:59 - November 15, 2023
د خبر لمبر: 3488274
ایکنا-(تهران)  د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د توانیر شرکت له اجراییه رییس سره لیدلي.

ایکنانیوز د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، عبداللطیف منصور له آرش کردي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنایي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي. په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو چارسمبالي وزیر افغانستان ته د ایران د برېښنا د صادراتو د تعرفې د کمولو غوښتنه هم کړې.

د انرژۍ او اوبو د وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې کتنه کې له ایران څخه د برېښنا د صادراتو پر پرچاوۍ او ستونزو هم خبرې وشوې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکي کې باید له دغو ستونزو څخه مخنیوی وشي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په راتلونکي کې د افغانستان او ایران د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د غونډو پر دوام هوکړه کړې.

د افغانستان  د اوبو او انرژۍ د وزارت چارسمبالی  په همداوروستیو کې  د دغه وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته  راغلی دی .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141498

captcha