ایکنا د ینی شفق له قوله راپور راکړ،د فلسطین د یوه ماشوم په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د هود سورې د ۴۱ او ۴۲ آیتونو تلاؤت په داسې حال کې چې د فلسطین په غزې تړانګې کې د خپل پر کنډوالو ناست دی ترسره شوی چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير هرکلی شوی او خلکو ورسره خپله خواخوږي اوپيوستون اعلان کړی دی
دغه فلسطینی ماشوم په زړه پورې غږ سره د قرآن دغه تلاؤت کوي،«وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۴۱﴾ وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ:
؛ او (نوح) ووئيل، په دې کې سواره شئ، دخداي په نامې سره دي روانیدل ئې ااو دریدل ئې ،بېشکه زما پروردګار ډير مهربان او بخښونکی دی(۴۱) او هغه (کشتۍ) دوی د غرونو په مینځ کې په څپو بیولل او نوح خپل زوي ته چې په هغه څنګ کې ؤ ورته غږ کړ ، ائ زما زویه له مونږ سره سپور شه اوله کافرانو سره مه کیږه.(۴۲)
پر غزې د وحشي صهیونیستي رژيم تیری او بمبارئ نن په څلویښتمې ورځې هم دوام درلود، په داسې حال کې چې د صهیونیسټي رژيم د پوځ ویندوي د چارشنبې په سهار د د نیواکګرو پوځيانو و د فلسطین دمقاومتي مبارزانو په سختې نښتې پسې دغزې په مرکز لویدیځي ساحې کې واقع الشفاء روغتون ته د نیواکګرو د واریدیدا خبرورکړ.. وحشي صهیونیسټي پوځیان د غزې د الشفاء روغتون له څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته ددغه روغتون کمپلیکس ته وارد شوي او پر ناروغانو او ټپیانو ئې ناتار جوړ کړ،خود هغوي د ادعا په اپوټه په دغه روغتونو کې له ناروغانو او تپيانو او د روغتون له امله پرته ئې بل هیڅ شی ډول وسله او پوخي تجهیزات ونه موندل