IQNA

د افغانستان په هرات کې مخ پټو د اهل تشیَع دعالمانو شورا دوه عالمان شهیدان کړل

15:29 - November 23, 2023
د خبر لمبر: 3488318
ایکنا-(هرات) د افغانستان د هرات ځاي سرچینو  وئيلي دي ،دوه موټرسائيکل سوارو په جبرائيل ښارګي کې پر دغو دوو عالمانو ناتار ډزې وکړې چې په هماغه ځاي کې شهیدان شول.داهم وئيل شوي چې یرغلګر له هغه ځایه په تښتې کې بریالي شوي دي .

ایکنانیوز د روایت خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د افغانستان  په هرات کې خبرو سرچینو په همداوروستیو کې  ووئيل، د ناپيژاندو کسانو په لاس د دغه هرات ولایت  په جبرائيل ښارګي کې د د اهل تشیعّ د عالمانو د شورا دوه  غړي عالمان  شیخ رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي په ډزو ووژل .

ځاي سرچینو  وئيلي دي ،  دوه موټرسائيکل سوارو  په جبرائيل ښارګي کې  پر دغو دوو عالمانو ناتار ډزې وکړې چې په هماغه ځاي کې شهیدان شول . داه م وئيل شوي چې یرغلګر له هغه ځایه په تښتې کې بریالي شوي دي .

دخبر ترمخابیره کیدا پورې د افغانستان د طالبانو د حکومت  ځاي چارواکو په دې اړه څه نه دي وئيلي البته په همداوروستیو کې  په د رست افغانستان کې داعشی تکفیریانو  ددغه  جنګ ځپلي هیواد د  خلکو ژوند ډير تریخ کړی دی خو طالب چارواکي بیا بیا وائي چې داعش ډله نوره د  افغانستان او ددغه هیواد دخلکو لپاره کوم جدي ګواښ نه دی .

 

https://revayataf.com/10064-2/

captcha