IQNA

د پاکستان په اسلام اباد کې دغزې له ماشومانو سره د خواخوږۍ ستره غونډه جوړه شوه

15:48 - November 23, 2023
د خبر لمبر: 3488319
ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان په اسلام اباد کې د ماشومانو او زلمیانو په ولولناکې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان په اسلام اباد کې د د زرګونو زده کونکو ،ماشومانو او زلمیانو په شتون سره د غزې له میئندو او ماشومانو سره د پیوستون لویه غونډه  ترسره شوه،ګډون کونکو پکې د مړه دې امریکا او مړۀ دې اسرائيل  او لبیک یااقصی  چغې پورته کړې.

 په راپور کې وئيل شويدي،د ما شومانو او زلمیانو چې له خپلو میئندو او پلارانو سره یو ځاي ئې په دغې لوئې غونډې کې ګډون کړی،د غزې له ماشومانو سره ئې خپله همددردي وښودله او  وې وئيل چې د غزې ماشومانو وینه به وحشی  صهیونیسټي رژيم او ټول ظالمان نسکور کړي او دا د ماشومانو وینه ده چې د جنایتونو پر تورې باندې غالبه ده .

په دې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.

په دغې ولولناکې غونډې کې د جماعت اسلامی امیر سراج الحق هم پخپلې وینا کې ووئيل، د پاکستان د ماشومانو او زلمیانو  دغزې  او فلسطین ماشومانو او مظلوم ملت ته پیغام دا دی چې  مونږ تر وروستیو شیبو پورې ستاسو په څنګ کې ولاړ یوو. هغه ټينګار وکړ، مونږ یو ځل بیا  د فلسطین د شجاع او میړنیو   ځوانو مبارزانو په مقابل کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو پوځيانو  د سپیرې او بې شرمې  ماتې شاهدان یوو، په عین حال کې  د فلسطین  ولس او مقاومتي ډلې ټپلې  د اسلامی هیوادونو سملاسي مرستو ته ډیره  اړتیا لري.

 

https://www.irna.ir/news/85300597

captcha