ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ، دغه جشنواره دجمعې په ورځې دپاکستان په جنوب کې د سند صوبې په لاړکانه ښار کې ترسره شوه او په دغې جشنوارې کې حاضرو خلکو په غزې کې د فلسطین دمظلوم ولس په ضد دوحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
د پآکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس نماینده او د نورو اسلامی ډلو ټپلو ځینی مهم شخصیّتونو هم په طوفان الاقصی چشنوارې کې ګډون وکړ.
مولانا فضل الرحمن په دغې سترې غونډې کې له فلسطینیو وروڼو سره پر بشپړ ملاتړ ټينګار وکړاو په غزې کې ئې د فلسطین د خلکو په ضد د جنایتکارصهیونیسټي رژيم د وحشیتوب سخته غندنه وکړه.
په غزې د صهیونیسټ رژیم دحملې له هماغه پیل راهسې دپاکستان مسلمان ملت په مختلفو ښارونو کې سترې غونډې اوسمینارونه ترسره کړي دی،چې په هغو کې په پيښور،پاره چنار، اسلام اباد، پنډۍ ،لاهور ،کراچۍ کویټه اوځینو نورو ښارونو کې شوي دي. په دغو غونډو او لاریونونو او چشنوارو کې په لکونو خلکو ګډون کړی او له مظلومو فلسطینیانو څخه ئې خپل ملاتړ او له وحشي صهیونیسټانو ئې خپله کرکه و غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې مسلمان ولس نن د فلسطین دآزادۍ په عنوان سره د کوهاټ ضلعې په کچه پخه سیمې کې ستره غونډه جوړوي او په دغې غونډې کې د پاکستان دخیبرپختونخوا صوبې اونورو سیمو څخه هم مهم شخصیّتونه او سیاستوالان او عام خلک ګډون کوي.
په غزې کې له اوو ورځو اوربند وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم یو ځل بیا د غزې پر مظلومو خلکو بې آمانه او وحشي ډوله بمبارۍ پیل کړي دی او دا داسلامی هیوادونو مشران دي چې یوازې نندارچیان جوړ شوي او دغزې د مظلومو ماشومانو او میرمنو او دغه راز نورو خلکو د مرستو چغو ته هیڅ توجه نه کوي.. وئيل کیږي ،چې دغزې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم په تیرو اته پنځوس ورځینو جنایتونو کې دراپورو نو په اساس ،څه دپاسه پنځلس زره عام فلسطنیان شهیدان شوي چې په هغو کې څه دپاسه شپږ زره ماشومان او څه دپاسه څلور زره میرمنې هم شاملې دي او دغه راز په دغو بې آمانه بمباریو کې څه دپاسه څلویښت زره کسان ټپیان شوي دي او دغزې اوشاوخوا سیمو ودانۍ او بیخ بینائي تاسیسات، جوماتونه ،کلیساګانې ، ښونځيي او روغتونونه په کنډوالو بدل شوي دي .