IQNA

د پاکستان په کوهاټ سیمې کې د امریکا او اسرائيلو په ضد چغو انګازې پورته کړې

8:25 - December 04, 2023
د خبر لمبر: 3488369
ایکنا-( کوهاټ) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په لسګونو زره وګړو پرون د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دکوهاټ په کچه پخه مین چوک کې د فلسطین دآزادۍ په نامې سره ستر لاریون وکړ او د فلسطین دغزې له مظلومو خلکو سره ئې خپله همدردي او له اسرائيلو څخه کرکه نندارې ته وړاندې کړه.

د پاکستان په کوهاټ سیمې کې د امریکا او اسرائيلو په ضد چغو انګازې پورته کړېایکنانیوز له پاره چناره راپور راکړ، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر علامه راجه ناصر عباس جعفري  د خیبرپختونخواه صوبې د کوهات ضلعې په  کچه پخه سیمې کې د لسګونو زره خلکو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، امریکا او اسرائيلو د فلسطین  د مظلوم ولس په ضد پخپلو وحشي ډوله جنایتونو سره وښودله چې دوي ته انسانیّت هیڅ اهمیّت نه لري او باید که چیرې د دوي ګټې ایجاب کړي ،نو باید پر انسانیّت هم سترګې پټې کړي ،اوس معلومه شوه چې استکبار اواستعمار  هیڅکله  هم دانسانیّت او بشری حقوقو د احقاق لپاره نه بلکې دخپلو ګټو لپاره  د بشری حقوقو چغه پورته کوي او انسانیّت او بشري حقوق چخڼي کوي.  هغه ووئيل کابو دوه میاشتې کیږي چې  په غزې کې انسانیّت او بشری حقوق چغې پورته کوي خو له بده مرغه  ئې هیڅوک غږ نه اوري او استکبار او وحشیان دخپلو ګټو او خپلو سپيرو موخو په لړ کې حتی په زرګونو ماشومان او ښځې  هم قتل عام کوي.او دنړیوالې  ټولنې او  په تیره بیا د بشری حقوقو او ملګروملتو له مرکزونو هیڅ غږ نه پورته کیږی.

د پآکستان د خیبر پختونخواه صوبې په لسګونو زره خلکو په کچه پخه سیمې کې په غونډيدا سره یوځل بیا د فلسطین له مظلوم ولس په تیره بیا د غزې له مظلومو  او بې څوکه ماشومانو او  خوئيندو میّندو سره خپله همدردي وښودله  او  استعمار ته ئې وښودله چې هیڅکله به  هم دوي د فلسطین دمظلومو خلکو له ملاتړه لاس په سر نشي  او اسلامي امت  به د فلسطین  اوقدس د آزادۍ او د فلسطین دمظلوم ولس دحقه حقوقو تر پوره کیدا پورې خپلو هرډول ملاتړونو ته دوام ورکړي.

په دغه ستر لاریون کې چې د غونډې شکل ئې اختیار کړ،د ایم ډبلیو ایم  دخیبرپختونخواه صوبې مشر علامه جهانزیب هم پخپلې وینا کې ووئيل، د مظلومانو ملاتړ پر ټولو فرض دی او که د مظلوم چغې ته هغه  که ددنیا په کوم ګوټ کې هم وي ،چا دلبیک ځواب ورنکړ نو بیادې پخپلې مسلمانانئ کې شک وکړي او  داسې ښکاري چې د شیطان او استکبار په لاره روان دی ،درست مسلمانان بلکې درست انسانان باید د مظلومیّت دملاتړ چغه پورته کړي ،مونږ غواړو په درست جهان کې انصاف او عدالت ټينګ شي چې ان شاالله امام مهدي په رهبرۍ کې به دغه آرمان پوره کیږي او داستکبار او جنایتکار او استعماری نړۍ ټغر به ټول شي .

په دغې ولولناکې او پرتمینې غونډې کې نورو ویناوالو هم خپل نظر څرګند کړ او وې وئيل، د امریکا ناجایز اولاد اسرائیل هیڅکله هم په وحشیتوب سره خپل موجودیّت ته ددوام نشی ورکولی او ډیر زره ددغه جنایتکار اوو خبیث رژيم وجود د نړۍ له مخه پاک شي.

د ایم ډبلیو ایم د خیبرپختونخواه صوبې عمومی منشي شبیرساجدي پخپلې وینا کې ووئيل،  دغه دلسګونو زره  ولولناکو  اومینه ناکو خلکو ټول دا ښئ چې د مظلوم په ملاتړ کې له هیڅ هڅې ډډه نه کوي او په دغه پاک سرزمین پاکستان کې چې څوک د اسرائیلو د په رسمیّت خبرې کوي باید پوهه دې شي ، چې دغه مینه ناک او مسلمان ولس به ددوي ددغه شان سپیرو خوبونو دپوره کیدا مخه ونیسی او  باید درست مسلمانان  اوپه تیره بیا د  پاکستان غیور او شجاع ولس دې ددغه شان کسانو د سزا کولولپاره لکه نن په کچه پخه کې راپورته شوي دي ،د هر ښآر اوښارګي په بازارونو کې راپورته شي ،څو دغه ډول سپير او خبیث خوبونه بیا څوک ونه ویني  او د فلسطین د مظلوم ولس  چغې ته لبیک ووائي او  له استعمار او استکبار له وحشيتوبه کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړي.

داپه داسې حال کې دي چې د دفلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ کې دپاکستان په زیاتره ښارونو کې له تیرو دوو میاشتو راهسې مظهرې او سمینارونه ترسره کیږي او دقدس او فلسطین  د مظلوم ولس بشپړ ملاتړ اعلانوي.

captcha