IQNA

د ایټالیا پوهنتونوالو د صهیونیسټي اکادمئ موسیسو د بایکاټ غوښته وکړه

8:39 - December 09, 2023
د خبر لمبر: 3488395
ایکنا-(ایټالیا) د ایټالیا په روم ښار کې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکومیت کې  په پراخو اولویو مظاهرو پسې د ایټالیا پوهنتونوالو  هم د یوه لوي طومار په لاسلیک کولو سره  دنیواکګر رژيم د اکاډمیک موسیسو د بایکاټولو غوښتنه  وکړه .

ایکنا نیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړ، یروشلم پوست  عبری ژبې ورځپاڼې ، دایټالیا په پوهنتوني ټولنو کې د یوه نوی طومار د لاسلیک کیدا خبر ورکړی او لیکلي ئې دي،دوي د اسرائيلو په نیواکګر رژيم  کې د څيړنیزو اوپوهنتوني موسیسو د بایکاټولو غوښته کړې ده .

دغه اوږد طومار  چې په هغه  کې دغزې کلابندۍ اوپه فلسطینیو ټاټوبو کې د اسرائیلو دغیر قانوني او نیواکګر  او استعمار ګر رژيم جنایتونو ته اشاره شوې ده ، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶کال کې برابر شوی  او په دغه هیواد کې ئې ډير زیاتو خلکو ملاتړ ترلاسه کړی ؤ.

د بار-ایلان  پوهنتن د فیزیک استاد ډاکټر امانوئل ډالاتوره  په یولړ څرګندونو کې ووئیل، چې  دایټالیا\ پوهنتوني مسئولانو د صهیونیسټي رژيم د پوهنتونوالو د بایکاټولو  د دوي غوښتنه رد کړې ده ، خو دغه غورځنګ  له  هغه مهاله نوره هم چټک او زیات شوی دی، داسې چې  دنومبر په ۷ نیټه  څه د پاسه څلور زره پوهنتواالو شخصیّتونو  یو یاددښت لاسلیک کړی چې  په هغه کې د فوری اوربند  او دنړیوالو بشری حقوقو ته داحترام کولو غوښتنه شوې ده  او  په پای کې د ایټالیا  له پوهنتونونو غوښتل شوي دي چې داسرائيلو  له پوهنتوني موسیسو سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.

په دغه نوي یاددښت کې راغلي دي  چې اسرائيلو ۷۵کلونه کیږي ، په غیر قانوني توګه ئې د فلسطین ټاټوبی نیولی دی او  د ۱۹۶۷کال د پولو په داخل کې  د موجودیّت لپاره د اسرائیلو دحق په باب شکونه شته دي.

په عین حال کې دفلسطین ملاتړي فعالانو،په  ایټالیا  کې په پيزا  مهشور برج یا ټاؤر باندې د فلسطین بیرغ ورپوه  او د نیواکګر  رژیم د تیریو  او دغزې تړانګې د خلکو به ضد ئې دبوږنونکي جنایتونو په ضد سخت شعارنه ورکړل چې ویډیوګانو خپریدا ئې ډير پراخ انعکاس درلودلی دی.

داپه داسې حال کې دي چې په ایټالیا کې هم دنړۍ د نورو ښارونو سره په یووخت په روم ښار کې لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره د غزې د خلکو په حق کې د نیواکګر رژيم جرمونه محکوم کړل. دوی شعارونه ورکول،د فلسطین لپاره آزادی اړینه ده،انتفاضه تربریالیتوب پورې،نتنیاهو قاتل،اسرائيل یو فاشسټ ترورست دی.

په عین حال کې ځينو مظاهره چیانو هم په روم کې د ملګروملتو د کرهڼه ایزو چارود   ادارې په وړاندې د اسرائيلو رپيلدلی بیرغ راکوز کړ

https://iqna.ir/fa/news/4186532

captcha