IQNA

د پيښور آرمي پبلک سکول غمیزې نهه کاله تیر شول،خو زخمونه ئې لاهم تازه دي

8:35 - December 16, 2023
د خبر لمبر: 3488429
ایکنا- د ۲۰۱۴کال د دسمبر په شپاړسمه نیټه وحشي جنایتکارو ترهه ګرو د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پيښور کې د آرمي پبلک سکول پر بچیانو ناتار جوړ کړ چې پکې کابو دوه نیم سوه  ماشومان په وینو کې لیت  پیت شول، چې نن ئې نهه کلونه پوره شول ،خو زخمونه ئې لاتازه دي او قاتل هم نامعلوم.

ایکنانیوز ددنیا نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پیښور کې د آرمي پبلک سکول د بوږنونکي غمیزې چې وحشي تکفیری ترهه ګرو په ډله ایز برید کې ورباندې ناتار جوړ کړ او معصوم ماشوم زده کونکي او استاذان ئې په وینو کې لیت پیت کړل ، د قربانیانو کورنۍ اوس هم د هغو وحشي قاتلانو د سزا کولو لپاره  دمحکمو دروازې ټکوي.

په دغه وحشتناکې پيښې  ابو یوسل څلویښت زده کونکي شهیدان او یو شمیر زده کونکي او استاذان هم ټپيان شوي وو،البته په موقعې د پاکستان دپوځ کمانډوئي ځواک په عملیاتو کې هغه وحشي ترهه ګر هلاک شوي وو، خو د معصومو زده کونکو کورنۍ  نن هم د  هغو وحشي ترهه ګرو د  ملاتړو او سهولت کارانو د پيژندلو او سزاکولو لپاره د پاکستان مختلفو محکمو دروازې ټکوي ، خو  دمظلومیّت چغه ئې هیڅوک نه اوري. البته په ځينو څیړنو او عملیاتو کې ځینی ترهه ګر ونیول شول ،او د پانسۍ سزا هم ورکړل شوه خو هغه کسان چې ددغه جنایت پړه ئې په غاړه اخستې وه ،اوس هم بې درکه دي چې البته  په ځينو وختونو کې د ځينو  ادارو میلمانه هم پاتې شوي دي .

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د تکفیری ترهه ګرو  سپير  اقدامات او جنایتونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي او داسې کومه ورځ او اونۍ نشته چې په دغه هیواد کې تکفیری ترهه ګر د ځينو بې ګناه خلکو وینه توي نه کړي،دا چې په دغه هیواد کې ترهه ګري  او ترهه ګر  ولې نه ځپل کیږي او جرړه ئې نه وچیږي، داسې ډيرې پوښتنې دي چې له ورته ځواب نه دی ورکړل شوي.

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/777984_1

captcha