IQNA

په سویس کې د غزې په ملاتړ کې پراخې مظاهرې هماغه راز دوام لري

7:25 - December 18, 2023
د خبر لمبر: 3488436
ایکنا نیوز . د سویس د جینیوا په شمول د لسګونو ښارونو په لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره د صهیونیسټي رژيم د توکمپالنې  سیاست  او له سزا ددغه رژیم د مسئولانو د تښتې سیاست محکوم کړی دی.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د جینوا واټونه  د وحشي صهیونیسټانو په وسیله  دغزې تړانګې  د ښځو و ماشومانو پشمول د عامو خلکو د وژلو د  ختمولو لپاره د زرګونو خلکو د مظاهرو شاهد دي  او مظاهره چیانو  د فلسطین د بیرغونو او چفیّو او د پلې کارډونو په اوچتولو سره  د فلسطین له غزې سره د  خپل پیوستون او همدردئ شعارونه ورکړل.

مظاهره چیانو د فلسطینیانو په ضد دنیواکګر رژيم او دهغو دملاتړو  اقدامات دوهم نکبت وباله او  دهغه د چوکاټ له نظره ئې دا د ۱۹۴۸ کال له نکبته لابدتر  وباله.

په دې باب مظاهره چیانو ووئیل، چې باید  سملاسي اور بند ټینګ شی، مونږ  هره ورځ  د اسرائيلي پوځیانو په لاس د سلګونو فلسطینیو ماشومانو،ښځو اوبوډاګانو او دعامو خلکو دوژل کیدا تصویرونه ګورو. هغه څه چې  هلته پیښيږي ،کوم جنګ نه ،بلکې نسل کشي ده. همداراز دوي ووئيل،  زه  له وړوکوالي د فلسطین دټاتوبی د نیواک په باب ځینی مطلبونه آورم . دغه نیواکګري باید ختمه شی ،خو دا ډيره د  شرم خبره ده چې د مونږ حکومتونه ددغه جنایتکار او وحشی رژیم څخه ملاتړ کوي.

 مظاهره چیانو همداراز له اروپائي  هیوادونو په تیره بیا  له سویس حکومتی چارواکو وغوښتل ، له صهیونیسټي رژيم  سره پوځي ملګرتیا ختمه کړي.

ګډون کونکو همداراز دا هم ووئيل چې دا یو توهم دی چې  له اسرائيلو وغواړو ،خپل جنایتونه دې ختم کړي ،ځکه  دا یو آپارټائيډ رژيم دی ، خو مونږ  په سویس کې باید  له اسرائیلو سره د سویس د پوځي او مالی ملګرتیا د ختمولو لپاره پر خپل هیود دباؤنه واچوو، څودغه ملګرتیا ختمه کړي.

داپه داسې حال کې دي چې په سویس کې د اسرائيلو د بایکاټ نړیوالو کمپاینونو او ځينو فعالو تنظمیونو، له ولسی غورځنګونو  سره سم ، د صهیونیسټي رژیم دملاتړو شرکتونو د محصولاتو د بایکاټ کولو دفعالولو لپاره  هم خپلې بروشرې او پوهونې پیل کړي او ورته ئې  دوام ورکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4188471

captcha