IQNA

د غزې د غمیزې په خاطر په پاکستان کې د نوي میلادي کال ټول جشنونه لغوه شول

8:34 - December 30, 2023
د خبر لمبر: 3488495
ایکنانیوز- د پاکستان حکومت په پنجشنبې ورځې اعلان وکړ چې دغه هیواد سږکال  په غزې تړانګې کې له مظلومو فلسطینیانو سره په پیوستون کې دنوي میلادي کال جشنونه ممنوع کړي او له ښآریزو ئې هم غوښتي دي څو ساده دستورو ترسره کولو ته پابنده ووسي.

ایکنانیوز د روسیا الیوم له ویبا پاڼې راپورو رکړ، د پاکستان موقتي لومړي وزیر  انوارالحق کاکړ د پنجشنبې په شپه  په ټيلیویژني پیغام کې اعلان وکړ چې سږکال  د غزې تړانګې دغمیزې په خاطرو دنوی میلادي کال  له جشن سره اړونده هرډول دستورې په بشپړ ډول ممنوع دي.

هغه دغه راز ووئيل، دپاکستان ولس او اسلامی امت په غزې،لودیځي غاړې  او نورو فلسطینیو سیمو کې د مظلومو فلسطینیانو د نسل وژنې او د دغزې د ماشومانو اوښځې  دقتل عام پهدلیل  ډیر غمجن او دردمند دي.

د پاکستان  ولس او حکوم  معمولا د نوي میلادی کال  شپه په ډيرو ولولناکو  جشنونو سره چې پکې آتش بازی هم شامله ده جشن لمانځي  اود جنورۍ دمیاشتې په لومړۍ ورځې عامه چټي وي.

 په همدې لړ کې د متحده عربی اماراتو د شارجې امیر نشین ،هم په پنجشنبې ورځې په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ، چې دغزې له مظلومو خلکو سره په پيوستون کې دنوي میلادي کال  په شپه  هرډول خوشالۍ او آتش بازي ممنوع ده.

له دې مخکې دعراق ځینو کلیساګانو هم د نوي میلادي کال په شپه د جشنونو لمانځل  لغوه کړي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4190561

captcha