ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د دیارلس سوه اته اتیایم (۱۳۸۸)هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې نهمه یعني د دوه زره نهم میلادي کال د دسمبر د میاشتې دیرشمه نیټه د ایران د ټولنې د جوړښتنو له ماتونکو کسانو د برائت په اعلانولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د میلیونونو خلکو د سترو لاریونونو او فتنه ګرو عناصرو ته د ایران د خلکو د پریکنده ځواب د ورکولو یادونه کوي کومو چې د ولسمشرۍ د لسم پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه غلطه لاره غوره کړي وه.
د مرغومي د میاشتې نهمه نیټه د هغو خلکو د عزت،خپلواکۍ او د بصیرت بیلګه ده چې د خپل ژوند تر پاې پورې د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او د اسلام د اصولو د ساتلو لپاره ولاړ دي او په رسا غږ سره یې ویلي دي که دښمنان د دوې د دین په مقابل کښې ودریږي نو دوې به هم د ټولې دنیا په مقابل کښې ودریږي.
د مرغومي نهمه ورځ هغه ورځ ده چې د خدای لښکر د شیطان په لښکر غالب شو.
د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه په تهران او د اسلامي ایران په نورو ښارونو کښې د لسګونو میلیونو خلکو په شتون سره د ایران د اسلامي نظام سیاسي مشروعیت یو ځل بیا نړۍ ته اعلان شو.