IQNA

د طالبانو مشر له مولانا فضل الرحمن سره له لیدو ډډه وکړه

6:46 - January 10, 2024
د خبر لمبر: 3488549
ایکنا=  د افغانستان په کندهار کې طا لبانو سرچینو وئيلي دي،د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند د له هغه سره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې  د مشر مولانا فضل الرحمن  د لیدنې له غوښتنې سره مخالفت و کړ  او ورته ئې  ووئيل چې لاړ دې شي له ریس الوزار  سره دې وګوري.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د ياکستان دجمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر ملا فضل الرحمن چې د طالبانو په بلنه  د افغانستان او دپاکستان د ترینګلتیاؤ د حل او د ځينو نورو مشکلاتو د هواري په موخې سره  مرسته وکړي ،کابل ته دسفر بلنه ورکړې وه چې مولانا صیب  هم له  خپلو یو شمیر نورو ملایانو سره  کابل ته تللی دی. البته هغه  د طالبانو له نورو لوړپوړو  چارواکو سره لیده کاته کړي او د سیمه ایزو او د افغانستان  او پاکستان د وروستیو حالاتو په باب ئې ورسره  خبرې اترې کړي دي.

وروستي راپورون ښئ چې  په کابل کې له طالب مشرانو سره د مولانا فضل الرحمن ځّینو  کرغیړنو خبرو ډير  عکس العملونه  رابرسیره کړي دي . وئيل کیږي ، چې د طالبانو له ریس الوزرا سره په خبرو کې  د چاپلوسۍ په اوج کې  مولانا فضل الرحمن  چې ددي په څير د ډيرو پاکستانیو ملایانو خپله لوڼه  او خوئيندې ئې   په  مشهورو آ سیائي او اروپائي پوهنتونو  کې زده  کړې کوي، په یولړ بې بطه  څرګندونو کې وئيلی دي،  د فلسطین  غزه  صهیونیسټانو په  تباه کړې ده او ځيني خلک وائي انجونې د د زده کړو لپاره ښونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي چې یوه ب ربطه خبره ده . د ملا فضل لرحمن دغې خبرې په ټولنیزو  چینلونو کې ډير زیات  غبرګونونه راپارولي دي  او دا ه م وئيل شوي  چې په افغانستان کې د  مولانا فضل الرحمن  په ضد یو لړ مظاهرې  او اعتراضونه هم شوي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/

captcha