IQNA

د ایران قرآن نړیوالې سیالۍد خلکو ترمینځ په غوره بحث بدلې شوي دي

16:44 - January 10, 2024
د خبر لمبر: 3488552
ایکنا- د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې قرآني چارو د مرکز مشر ددې خبرې په کولو سره چې د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ یوه لویه پيښه ده چې د ایران د اسلامی جمهوری نظام  ویاړ شمیرل کیږي ،ووئيل، دغه سیالۍ اوس په خلکو کې  د بحث وړ یوه خاصه  موضوع جوړه شوې ده  او د کیفیّت له نظره په  یوې ښې لارې روانه ده.

ایکنانیوز د اوقافو اوخیریه چارو  د ادارې عمومي اړیکو دڅانګې له قوله ،د قرآڼ د نړیوالو سیالیو دڅلویښتم پړاؤ دترسره کونکي کمیټې غونډه د مرغومې دمیاشتې  په اتلسمه نیټه  داوقافو  او خیریه چارو  د ادارې  دکلتوري او اجتماعي چارو مرستیال غلام رضا عادل د اوقافو او خیریه  چارو د قرآني  چارو دمرکز  مشر حمید مجیدي مهر ددغې ادارې د یوشمیر مدیرانو په شتون سره ترسره شو.

 په دغې ناستې کې حجةالاسلام عادل په خپلې وینا کې په بجنور کې د قرآن  دعمومي سیالیو د ترسره کیدا د خوب تجروبې ته په اشارې سره ووئيل،د قرآن کریم په آیتونو کې په ارزونې سره پوهیږو،چې په دغه پاک کتاب کې ۹۰ آیتونه پخپله د قرآن په باب دي چې ورباندې خبره شوي او مخالفانوسره  مبارزې ته بلل شوي دي. په آیتونو کې دتدبّر په باب ځیني ډیر موردونه شته دي او دا  چې باید   ورباندې عمل وشي.

ددغه راپور په اساس ددغې ناستې په دوام کې ،د اوقافو  او دخیریه چارو  د ادارې دقرآني چارو د مرکز مشر حمید مجید مهر  هم پخپلې وینا کې ووئيل،  د قرآن د سیالیو  دترسره کیدا په زمینې کې د سیالیو په ترټولو بې مخینې انداز سره د ترسره کیدا ادعا نه کوو ،خو په دې زمینې کې مونږ د قرآن د سیالیو ترټولو رسندوئي  او تخنیکي برخه یوو.دمګړئ ملایشیا هیواد  په دې زمینې کې د  د سیالیو ۶۲ پړاؤنو  په ترسره کولو سره مخکښ دی.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  په کرونائي بحران کې په ایران کې د قرآن د سیالیو ترسره کیدا هم نه ترسره کیدله ،ووئيل، په وروستیو  پړاؤنو کې  د قرآڼ د سیالیو څه دپاسه ۴۰ نړیوال چینلونو  ملګرتیا وکړه  او سږکال به په رسیندوئي حوزې کې کار تر ۶۰ نړیوالو چینلونو پورې ورسوو. په داخلی حوزې کې هم  په تیرو پړاؤنو کې  درسندویو  ملګرتیا  ډيره ښه ده.

د اوقافو او خیریه چارو د ادارې  دعمومي اړیکو مسئول مدیر عباس لهراسبی  هم ځينو ټکو ته په اشارې سره ووئيل، مونږ ایرانیان اساسا  یوه تانده او ژوندئ ټولنه یوو او د هغو ډيرو غورځنګونو شاهدان یوو چې د مونږ په کلتور کې موجود دي ، قرآن کریم د ښه ژوند  اودود او دستور د زده کولو لپاره انسان باندې د خداوندمتعال فضل  او کرم دی .په همدې لړ کې وړاندیز کوم چې د قرآن سیالۍ  په لاخوشالې فضا کې ترسره کړو.

ددغه راپور په اساس ، ددغو دستورو په پاي کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤد کمیټې د غړو مسئولیّتونه هم اعلان شول.

https://iqna.ir/fa/news/4192852

 

captcha