IQNA

د ایران او  پاکستان امنیت او ثبات دیوه بل او  د سیمې لپاره  ډير مهم دی

14:27 - January 29, 2024
د خبر لمبر: 3488642
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په خبري ناستې کې ووئيل، د پاکستان حکومت د اسلامی ایران ولسمشر ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې ده ،مونږ هم هڅه کوو په لوړه سویه په راشه دیرشه سره د سیمه ایزو مشکلاتو یوه حل لاره پخپله ولټوو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران خارجه وزیر له خپل پاکستانی همڅنګ سره په کتنه کې ووئيل،چي ایران او پاکستان ټروریزم ته د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د ورانولو اجازه نه ورکوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اسلام اباد کې له خپل پاکستانی سیال جلیل عباس جیلاني سره، په ګډه خبري غونډه کې ویلي دي چي په وروستیو کلونو کې دواړو هیوادونو له ټروریزم سره په مبارزه کې زیات شهیدان وړاندې کړي دي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چي د دواړو هیوادونو په پولو کې ترهګرې ډلې له دریمګړي له خوا حمایه کیږي چي د ایران او پاکستان د اړیکو دښمنان دي.

عبداللهیان په ټینګار سره وویل چي مونږ په لوړ ږغ اعلان کوو چي ایران او پاکستان هیڅکله ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چي د دواړو هیوادونو اړیکو او سرحدي امنیت ته زیان وروسوي.

هغه زیاته کړه چي د پاکستان حکومت د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده او له یو بل سره همکاري کوو څو د پاکستان دوست هیواد ته د رئیسي د سفر زمینه برابره شي.

د ایران خارجه وزیر نن د یوې جګپورې پلاوی په مشری اسلام اباد ته تللی دی چي د دې هیواد د خارجه وزیر له تود هرکلی سره مخ شو او ټاکل شوې ده چي د پاکستان د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په شمول د دې هیواد له جګپورو چارواکو سره ملاقات وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145454

captcha