IQNA

د شارجې د قرآن موسیسه؛ له وړیا زده کړې رانیولې تر ټولنیزو نوښتونو او بشپړ فعالیتونو پورې

7:57 - January 30, 2024
د خبر لمبر: 3488645
ایکنا- د شارجې د قرآن کریم او سنت موسیسې د وړتیا زده کړې د ډول ډول پروګرامونو ترڅنګ،دټولنیزو نوښتونو او د بشپړونکو فعالیتونو په ترسره کولو سره ،هڅه کوي، د هرې ورځې یو کار له مینځه یوسي او د  قرآن زده کونکو او عامو لپاره ترټولو ښه خدمات  و په ترټولو لوړ کیفیت د وړاندې کولو په لړ کې د نوي والي  انګیزې او د کارونو دز یاتولو لپاره  د مثبت کار فضا رامینځةکړي.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د شارجې د قرآڼ کریم او سنت موسیسه  (مؤسسة الشارقة للقرآن الكريم والسنة النبوية) یو  حکومتی اورګان دی چې د شارجې حاکم شیخ سلطان بن محمد القاسمي په وسیله په ۱۴۲۲قمری کال  یعنی په ۲۰۰۱کال کې تاسیس شوې ده.

ددغې موسیسې اصلی مرکز په شارجې ښار کې دی  او د شارجې اماراتو په ټولو سیمو کې څانګې لري. دغه موسیسه د قرآن کریم د معارفو او د پیغمبر اکرم (ص) د سنت  دودولو ته بیله ده  او هڅه کوي د دایمي مرکزونو په تاسیس سره د شارجې اماراتو د ښارونو په جوماتونوکې د قرآن کریم د حفظ  د وړیا  مرکزونو په جوړولو سره د ټولو عمرونو ښځو او سړیو ته  خدمات ورسوي  او په اسلام کې د جوماتونو رسالت  عملی کړي . همداراز دغه فاؤنډیشن  د قرآن کریم د حفظ او قرائت د  مجوز په وړاندې کولو سره  په شارجې اماراتو  کې د حافظانو د سولې لوړتیا تعقیبوي. او په یوه لنډ وخت کې توانیدلې ، د قرآن دحفظ او قرآنی علومو په زمینې کې  لوړ ګامونه پورته کړي او د قرآن کریم د حفظ ډیر زیات  مرکزونه ئې افتتاح کړي دی.  

ددغې موسیسې هدف  د قرآن کریم د قرآئت ، حفظ او غږ د دودولو په زمینې کې فعالیت  کوي او ددغه فاؤنډیشن  په اصلي موخو کې د قرآن اوسنت معارفو ته توجه او له بنوي سنت سره بلدتیا ده .

دغه موسیسه په کال کې  اوه سیالۍ ترسره کوي چې په دغو سیالیو کې ګډون  د هغوي په ذهن کې د قرآن کریم د لازیا ت تثبیت او تلاؤت کولو سره مرسته کوي  او همداراز  دقرآن کریم په حفظ کې د زده کونکو د روحیې او هوډ په لوړتیا کې ډيرې اغیزې شیندي.

ددغې موسیسې  د دزده کړې په پړاؤنو کې ، د جوماتونو ،د ښونځیو او پوهنتونونو د خاصو پړاؤنو لپاره د قرآن دزده کړې دمرحلو  او دغه راز د حکومتي او غیر حکومتي مرکزونو  او ادارو د مخصوصو   وختونو او پړاؤنو لپاره  قرآنی دورې شاملې دي.

دغه موسیسه درې قرآني مرکزونه لری، چې په هغو کې د؛ شهدای احد؛ مرکز د سړیواو ښځو لپاره د ؛ الحساوي ؛ مرکز د میرمنو او سړیو لپاره  او ؛ برالوالدین ؛ د میرمنو لپاره ځانګړی دی . په دغو مرکزونو کې ټولو ته په وړتیا توګه د قرآڼ کریم  د حفظ زده کړې ورکول کیږي.  

 پر دې سربیره ، د شارجې قرآڼ او سنت موسیسه  د ساعت تیري ، تعاملی فعالیتونو او اجتماعي نوښتونو  د پروګرامونو په ترسره کولو سره  هڅه وي ، دخپلو کارکونکو لپاره د هرې ورځې تکراري  کارونه ختم کړي او  د قرآن زده کونکو او عامو خلکو  ته د ترټولو ښو خدماتو او د لوړ کیفیت  دو ړاندې کولو په لړ کې د کاري زیاتوالی او نوښت رامینځةکونکي انګیزې درامینځةکولو لپاره  دمثبتو کارونو فضا رامینځةکړي ،چې ډيرې ښې او مثبتې نیتجې ئې درلودلي دي.

موسسه قرآن و سنت شارجه، 

https://iqna.ir/fa/news/4191214

captcha