ایکنا- د مصر د پورت سعید د قرآن د حفظ او ددیني مداحیو نړیوالې سیالۍ دجمعې په ماښام ددغه ښار د کلتوري مرکز د غونډو په ستر هال کې په داسې حال کې افتتاح شوي چې د الاقصی جومات او قدس په یادونې او په غزې د اسرائيلو دنیواکګر رژيم دتیریو له محکومیّت سره یو ځاي وې.

ایکنانیوز دالیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مصر د سعید پورت د قرآن د حفظ او ددیني مداحیو او نغمو دنړیوالو سیالیو د دستورو پرانیسته د مصر د اوقافو د وزیر محمد مختار جمعه ، د ځوانانو او سپورټ د چارو د وزیر اشرف صبحي او همداراز د پورت سعید د والی عادل غضبان په شتون سره ترسره شوې.
د مصر د نامتو قاری او حافظ استاد شحات محمد انور زوي محمود الشحات انور په دغو دستورو کې په شتون سره د کهف مبارکې سورې د آیتونو یوه برخه (۱۰۷تر ۱۱۰آیتونوپورې) تلاؤت وکړ چې په لاندینئ ویډیو کې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږی.
ټآکل شوې ده دغه قرآني سیالۍ د سلواغې تراتلسمې نیټې پورې دوام ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4197585