المیادین خبری چینل راپور روکړ، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، هر ډول احتمالی موافقه باید داوربند،له غزې تړانګې د اسرائيلو د نسل وژونکي رژيم د پوځ د وتلو او د اسیرانو د مبادلې دموافقې ضامن شي.
اسرائیلی رسندویو د قاهرې ناستې له ختمیدا وروسته ددغه رژيم د یوې خبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی، د احتمالی موافقې په بڼه کې د اور بند او د بندیانو د مبادلې له وړاندیز سره په ارتباط کې د حماس غورځنګ په دریځ کې هیڅ بدلون نه ښکاري.
د اسرائيلو ۱۲خبری چینل هم راپور ورکړی،د موساد په مشرۍ اسرائیلی پلاوی،د پرمختګ له کومې نښې نښانې پرته له قاهرې تللی دی.
په عین حال کې د حماس غورځنګ یو مشر محمد نزال هم وئیلي دي، د مقاومتي چورلیز ډلو غوښته له غزې تړانګې د صهیونیسټي پوځیانو بشبړ وتل او دصهیونیسټي دښمنانو دبندیانو په مقابل کې د فلسطینیو بندیانو خوشي کیدا یو بشپړ منطق دی .
وروستي راپورونه ښئ چې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژیم په بې آمانه بمباریو او حملو کې د شهیدانو شمیر کابو ۲۹زره او دټپیانو شمیر هم کابو اته شپیته زره پنځه سوه تنو ته رسیږي. چې زیاتره قربانیان ئې ماشومان او میرمنې دي.