IQNA

په پاکستان کې ټول د ایران د ولسمشر آیت الله ابراهیم رئیسي د سفر منتظر دي

7:46 - February 24, 2024
د خبر لمبر: 3488774
ایکنا- د پاکستان د موقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلانی د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې ووئيل، په پاکستان کې ټول د  اسلامی ایران د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د سفر په انتظار کې دي.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر جلیل  عباس جیلاني  له حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې  په ایران کې داسلامی شورا  و د رهبرۍ دخبرګانو د شورا  د راتلونکو انتخاباتو د بریالیو ترسره کیدا  په هیلې سره ،ووئيل،  په پاکستان کې ټول دغه هیواد ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي  دسفر په انتظار کې دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په دغو خبرو اترو کې دوو اړخیزو او وروستیو پيښو په اړه  سره مشورې او  بحث کړی دی.

د ایران خارجه وزیر عبداللهیان   په پآکستان کې د عامو انتخاباتو  ترسره کیدا ته په پام سره  ددغو انتخاباتو په بریالیتوب سره  په ترسره کیدا خوښي  وښودله او هیله ئې څرګنده کړه ، څو زرترزره  د پارلیمان په جوړیدا سره  د پاکستان نوی لومړی وزیر او کابینه  معرفي او  خپل رسمي کار پیل کړي.

 د ایران خارجه وزیر  اسلام اباد ته د خپل سفر  په دوام کې  د موافقې وړ موضوعګانو په مطرح کولو سره ،  د شوو موافقو داجرا او د تعقیبونې لپاره په هر دواړو هیوادونو کې د مسئولو ادارو  ترمینځّ د ارتباط په اهمیّت ټينګار وکړ.

د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني هم   پخپلو خبرو کې  په پاکستان کې د وروستیو عامو انتخاباتو د ترسره کیدا  او د نوی لومړی وزیر د معرفي او دنوی حکومت د جوړیدا دڅرنګوالي  په  تشریح کولو سره  د پاکستان  په بهرني سیاست کې د اسلامی ایران ځائيګی ډير مهم   او ددغه هیواد له داخلی بدلونونو  لوړ وباله او وې وئيل،ټول په پآکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د سفر په انتظار کې دي.

دواړو لورو همرازا د غزې تړانګې  د وروستیو بدلونو  په باب هم خبرې وکړې. د پاکستان خارجه وزیر  په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د نسل وژنې د ختمولو په موخې سره د  اسلامی هیوادونو د خارجه وزیرانو دبیړنئ  ناستې په ترسره کیدا کې دایران د وړاندیز هرکلی وکړ.

https://www.irna.ir/news/85396123

captcha