IQNA

په غزې کې د فلسطینیو کډوالو وژله د بشریّت پر ټنډې د بې ننګۍ داغ دی

14:53 - March 03, 2024
د خبر لمبر: 3488815
ایکنا-د الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ،په غزې کې د هغو فلسطینیو کډوالو په ټارګټ کولو کې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو جنایتکار اقدامات چې د خوراکي مستو په تمه وو، په سخته محکوم کړل او دا ئې د بشریّت په ټنډې د بې ننګۍ یو داغ وباله.

ایکنانیوز د عرب نیوز ۲۴خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د مصر دالازهر اسلامی مرکز دجمعې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولوسره چې ددغه مرکز په ټونلیزو چینلونو کې خپره شوې ده،د هغوفلسطینیو کډوالو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د وروستي جنایت  چې د غزې په لویدیځ کې واقع له ؛الرشید واټ سره نزدې د انساني مرستو منتظر وو،په سخته محکوم کړ.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د صهونیسټ جنایتکار او وحشي رژيم له تپلو قخظیو وروسته د وږو او تږو کډ،الو ټارګټ کول چې د لسګونو کسانو د شهادت او د سلګونو نورو دټپي کیدا لامل شوي ، د هغه انسانیّت پر ټنډې د بې ننګۍ یو داغ  دی چې د خوړو په تمه ناستو  دبې څوکه خلکو د غمیزې په وړانې ئې چپتیا غوره کړې ده.

د الازهر د اسلامی مرکز په دغې  اعلامیې کې ټينګار شوی دی، دغه جنایت ، یو داسې جنګي جنایت دی چې د وحشي صهیونیسټآنو په کارنامې  او د دوي دغیر انساني وژلو په تورلیسټ کې چې حتی د ځنګل د حیواناتو  په حق کې ئې هم څوک له کولو ډډه کوي، ورزیاتیږي

 په دغې اعلامیې کې همداراز پر نړیوالو غږ شوی دی چې د بشریّت په تاریخ کې دې له بې مخینې خوبه  ویښ شی او د غیر انساني کلابندۍ د ختمولو لپاره دې لاس په کار شي او دغه وحشی رژيم دې د بې ګناه انسانانو پّ حق کې د  هغوي د جنایتونو درولو او شاتګ ته مجبوره کړي  او په غزې تړانګې کې دې د انسان دوستۍ د مرستو  دکاروانونو د ورتلو لپاره دې زمینه برابره کړي.

د یادولو ده چې وحشي صهیونیسټي رژية د تیرې پنجشنبې په ورځ دغزې په لویدیځ کې په شیخ عجلین سیمې کې پر هغو زرګونو فلسطینیانو کډوالو  چې د انسان دوستۍ د مرستو د ترلاسه کولو په تمه وو،ناتار جوړ کړ چې دوروسیو احصایو په اساس پکې یو سل نهه کسان شهیدان او سلګونو نور ټپيان شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4202848

captcha